پکتیا او بلخ ولایتونو کې د خوراکي توکو پلورنځیو او خصوصي روغتیايي سکټور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۱۸
moph

یاد نظارت چې د څارنې او پلټڼې امریت له لوري تر سره شو، پایله کې یي پکتیا ولایت کې د خوراکي توکو پلورنځیو څخه ۳۱ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي او له یو عمده درمل پلورنځي څخه ۱۵ کارتنه له نېټې تېر درمل  راټول او د له منځه وړلو په موخه د عامې روغتیا ریاست ته انتقال شول.

 همداراز، په ګردیز ښار کې د مالګې دوه ګدامونه د بې کیفیته مالګې پلورلو له امله وتړل شول.

دغه راز، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې هم ۵ درملتونونه او د یو خصوصي روغتون عملیات خونه او لابراتوار له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS