پکتیا او هرات ولایتونو کې د خوراکي توکو له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۸
MOPH

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې ۸۶۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي مواد د هرات ولایت په لومړۍ او درېمه ناحیه کې او ۴۹۰ کېلو ګرامه له نېټې تېر خوراکي مواد د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدامونو ته ولېږدول شول.

همداراز د دې نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د کیفیت ښه والي او قوانینو د مراعت په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني اقداماتو سره مخ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

BACK TO NEWS