کندز ، تخار او بدخشان ولایتونو د عامي روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامي روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ، مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د کندز ، تخار او بدخشان ولایتونو د عامي روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د روغتیا په برخه کې موجوده ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي حقاني سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال د یادو ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ
ښاغلي حقاني دغه راز په یاده لیدنه کې په غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کول ټینګار وکړ