کونړ ولایت کې د ۲۵ بستریز روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۸.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵ بستریز روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کونړ والي مولوي قدرت الله (ابوحمزه)، عامې روغتیا رئیس قاري مظفر خان مخلص، د بېلا بېلو ادارو مسؤلینو او د سیمې مشرانو ګډون کړی و.
د کونړعامې روغتیا رئیس، قاري مظفرخان مخلص ګډونوالو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: ” دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ د یونیسیار سازمان په مالي ملاتړ د ۲۸.۶ میلیونه افغانیو په لګښت په څوکۍ ولسوالۍ کې جوړېږي، چې ورسره به د روغتیا په برخه کې د یادې ولسوالۍ د زرګونه اوسېدونکو ستونزې حل شي".
نوموړي زیاته کړه، چې دغه روغتون به د ۳۰ خونو، پارکینګ او نورو اسانتیاوو په درلودلو سره د لس میاشتو په موده کې جوړ او د ګټې اخیستنې جوګه شي.