د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په ځینو سیمو کې څارنه تر سره شوه
د لغمان د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څار ټیم له لوري د علیشنګ ولسوالۍ اړوند، ځینو سیمو له خصوصي درملتونونو، کتنځایونو او لابراتوارونو څخه څارنه ترسره شوه، چې په پایله کې يې دوه کتنځایونه، درې لابراتوارونه او یو درملتون د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له کبله وتړل شول.