د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست سره د درې عرادې مجهز امبولانسونو مرسته وشوه
د دې امبولانسونو مرسته د قطر هېواد د شاهي کورنۍ غړي، شیخ حمد ابن عبدالله ابن محمد ال ثاني خیریه بنسټ له لوري وشوه، چې د یوې ناستې په ترڅ کې د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته وسپارل شول.
د یادو امبولانسونو په مرسته به د هلمند د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو بېړنیو روغتیايي پېښو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي.