د هلمند د عامې روغتیا ریاست له لورې د دولتي او غیر دولتي روغتیایي خدماتو څخه څارنه تر سره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۱
Helmand

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د دې ولایت د نوزاد ولسوالۍ د ۹ دولتي روغتونونو د نظارت ترڅنګ له ۶۸ خصوصي درملتونونو، ۲۲ روغتیايي کلینیکونو، ۱۸ طبي لابراتوارونو، ۱۴ قابله کتنځایونو او ۸ غاښونو کلینیکونو څخه نظارت ترسره شو.

 

د یاد نظارت په پایله کې ۲۲ خصوصي درملتونونه، ۱۱ روغتیايي کلینیکونه، ۶ غاښونو کتنځایونه، ۷ لابراتوارونه او ۹ قابله کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

تخار ولایت کې څوارلس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۴۷ قلمه درمل له منځه یووړل شول

یاد خوراکي توکي او درمل د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ روغتیایي مرکز کې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د GeneXpert ماشین فعال شو

د دغه ماشین په فعالیت سره به د نري رنځ (TB) ناروغۍ د دقیق او چټک تشخیص په برخه کې شته ستونزې حل او د پام وړ ښه والی رامنځته شي.

همدارنګه، یاد ماشین به د نري رنځ ناروغۍ په مخنیوي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او ۲۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل:. . .

BACK TO NEWS