د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو نوی مرستیال معرفي شو
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د چارو ادارې مرستیال، ښاغلي مولوي سیف الدین تائب او د یاد وزارت اړوند، ګڼ شمېر رئیسانو شتون درلود.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد وویل، تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام مهم اصل دی او په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې د کاري چارو د ښه والي په موخه ښاغلی، مولوي عبدالولي حقاني د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د نوي مرستیال په توګه دغه وزارت ته ور وپېژندل شو.
د عامې روغتیا وزیر د یاد وزارت نوي معرفي شوي مرستیال ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د دې ادارې له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو د اړمندو هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي.
