د پراختیايي پروژو برخه کې د مصرف شوې بودیجې د ارزونې په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۲:۴۸
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیایي پروژو له مسؤلینو سره د پراختیايي پروژو  برخه کې د مصرف شوې بودیجې د ارزونې په موخه ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي او د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ناروغانو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدماتو رسول د عامې روغتیا وزارت دنده وبلله او په همدې موخه یې د یاد وزارت لپاره د ځانګړې شوې بودیجې پر اغېزمن مصرف ټینګار وکړ.

ښاغلي وزیر همداراز د پراختیايي پروژو برخه کې د بودیجې اغېزمن مصرف، په دې برخه کې د چارو د لا چټکتیا او شته ستونزو د حل په موخه د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ یوه ځانګړې تخنیکي کمېټه، چې په راس کې یې د مقام د دفتر، بشري سرچینو، پلان او پالیسۍ، تدارکاتو او اداري ریاستونو او روغتیايي پروژو استازي شتون لري وټاکله او د روغتیايي پروژو مسؤلینو ته یې دنده وسپارله، چې د پراختیايي پروژو برخه کې دې د مصرف شوې بودیجې                                                                                                                                                 راپور چمتو او د ټاکل شوې کمېټې سره دې شریک کړي؛ څو د پاتې بودیجې د اغېزمن مصرف په برخه کې لازم تدابیر ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۵۴
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډمیک چارو د همغږۍ ریاست مسؤلینو د ایمرجنسي تخصصي روغتون له مسؤلینو ناسته تر سره کړه

دا ناسته د تخصص برنامې پیاوړتیا او د ایمرجنسي روغتون د ټریني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه ترسره شوه او په دې روغتون کې د تخصص پروګرام د ښه والي لپاره د دواړو لورو ترمنځ هراړخیز بحثونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۵۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د اکاډمیکو چارو انسجام ریاست د علمي کمیټې ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ جوړه شوې وه، چې په کې د ننگرهار، کندهار، هرات، وزیر محمد اکبرخان او نور IAM تخصصي روغتونونو څخه وړاندې شوي ۲۰ پروپوزلونه او ۱۰ مونوګراف. . .

BACK TO NEWS