د عامې روغتیا وزیر له لورې غزني ولایت سیمه ییز روغتون کې د هیمو ډیالیز څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۴:۴۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت سیمه ییز روغتون کې د هیمو ډیالیز څانګې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د غزني والي، حافظ محمد امین عمري،  د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک او د دې ولایت د یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

یاده څانګه د عامې روغتیا وزارت  له لوري د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د غزني ولایت سیمه ییز روغتون کې فعاله شوه، چې درې مجهز عصري ماشینونه او نور اړین تجهیزات لري.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د غزني ولایت په سیمه ییز روغتون کې د هیمو ډیالیز څانګې فعالېدل د پښتورګو ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو او درملنې برخه کې یو مثبت او اغېزمن ګام وباله او د  روغتیايي خدمتونو د پراختیا او معیاري کولو برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

ښاغلي وزیر همداراز د روغتیایي کارکوونکو هڅې وستایلې او له هغوۍ یې وغوښتل، چې په پوره ژمنتیا، ښه نیت او اخلاص هېوادوالو ته روغتیايي خدمات ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۲۳
Background image

فراه او کونړ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کتنځایونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې فراه ولایت کې ۸۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۰:۸
Background image

د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ د عمومي روغتون (GH) جوړولو د افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د افر پرانیستې کمېټې مسؤلینو او د یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۰:۳
Background image

د لغمان ولایتي روغتون څخه نظارت تر سره شو

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار او مل پلاوي لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS