د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال پکتیکا ولایت کې د یوې روغتیایي ځالې پرانیسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۶:۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي پکتیکا ولایت د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت سروبي ولسوالۍ شهاب الدین سیمه کې د یوې روغتیايي ځالې پرانیسته ترسره کړه.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني وویل چې د یادې روغتیايي ځالې جوړېدو په شمول، پکتیکا ولایت کې د پنځه نورو روغتیايي ځالو د جوړیدو چارې هم پای ته ورسیدې.

ښاغلي، مرستیال زیاته کړه چې دغه روغتیايي ځالې د UNFPA په مالي او د AYSO موسسې په تخنیکي همکارۍ چې په هرې یوې ۲۹۵۰۰ امریکایي ډالر لګښت شوی، روغتیايي برخه کې د پکتیکا د خلکو لپاره لویه لاسته راوړنه ده، نوموړي په یادو مراسمو کې د ورته نورو روغتیايي خدمتونو د پراختیا ډاډ هم ورکړ.

د یادونې ده چې په دغه مراسمو کې د پکتیکا عامې روغتیا رییس ډاکټر عبد الله جان حقمل، د سروبي ولسوال قومي مشرانو او ځای اوسیدونکو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د توبرکلوز (TB) د کنټرول ملي برنامې د درې کلنو فعالیتونو د بیاکتنې تخنیکي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې موخه یې د توبرکلوز د کنټرول ملي برنامې د تېرو درې کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو ارزونه، د نیمګړتیاوو او ستونزو حل، د راتلونکو کلونو لپاره د ستراتیژیکو پلانونو اصلاح. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د كابل ولایت په ۱۷مه او ۴مه ناحیه کې له یو شمېر روغتونونو او كلينيكونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت چې له روغتيایي تاسيساتو څخه د پلټنې رياست له لوري ترسره شو، پایله کې یې دوه روغتیایي مركزونه په ۱۷مه ناحیه او یو روغتون په ۴مه ناحیه کې له روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له. . .

BACK TO NEWS