د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند  شیخ زاید نیورساینس ملي او تخصصي روغتون د اړتیا وړ ۷۸ قلمه درملو چې د ( MOPH/NCB/1403/G23)  شمېرې لرونکی ده د داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د ۲۱/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه،چهار شنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرارلري وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي. دآفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۴۱۰،۰۰۰) څلور سوه لس زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستلو غونډه د ۲۱/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه، چهارشنبې ورځ سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د تړون د ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د دشتِ برچي سل بستریز روغتون په پام کې لري، چې د (د 44 قلمه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۷
Background image

د تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې پر بنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې انسټیټیوټ په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1404 مالي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

 د مرکزي پولي کلینیک ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ۳۲ قلمه درملو پروژې داوطلبۍ پروسه کې چی د (MOPH/CPC/NCB/1404/G003) ریفرینس شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي . . .

Back to tenders