د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتوقانون د دري څلوېښتمې مادې دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د صدري ابن سینا روغتون ریاست په پام کې لري؛ څو د یاد روغتون اړوند د طبي ملزمو او لابراتواري موادو پروژې د ۵۱ قلمه درملو او اړینو توکو تدارک او چمتو کول د (نور شفا نوري لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (81790) کلني جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د چکنوري بازار سرخرودي مارکیت جلال آباد د ننګرهار مرکز جلال آباد افغانستان )کې دی.
د تړون لومړنۍ بیه یې (3580799.20) درې میلیونه پنځه سوه اتیا زره اووه سوه نهه نوي اعشاریه شل افغانۍ دی.
د حقیقی اوحکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کی دوۍ کولای شي د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د صدري ابن سینا روغتون ته چې ۱۵ ناحیې اړوند قصبې سیمه کې موقیعت لري وسپاري.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپرېدو به تړون نه لاسلیک کېږي