د تړون ورکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري چې د دې روغتون اړوند د 1403 مالي کال لپاره د 63 قلمه درملو د تدارک او چمتو کولو تړون چې شمېره یې MOPH/ RBH /1403/NCB/G009 ده د ( ریل لاین فارما تجارتي شرکت) ته چې د کابل ولایت ۱۵ ناحیې، خیرخانې درېمې حصې اړوند، قادر بخشي تجارتي مرکز کې موقعیت لري او د 51268 جواز شمیرې لرونکی دی د {8874645 } اته میلیونه اته سوه څلور اویا زره شپږ سوه پنځه څلوېښت افغانۍمجموعي قیمت سره ورکړي.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې (اعتراضونه) ولري، کولای شي خپله نیوکه ددې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې په لیکلي بڼه د لاملونو سره یو ځای د رابعه بلخي روغتون ریاست ته چې د کابل ولایت په دوهمې ناحیې کې موقیعت لري، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون ورکولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کیږې.