د مرکز او ولایتونو ۴۰ تنو نرسانو او ډاکټرانو د جدي پاملرنو (ICU) څانګې کلینیکي برخو مدیریت کې لس ورځنی زده کړې ترلاسه کړې

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۳:۳۲
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د ظرفیت لوړولو ریاست مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو او روغتیا پالانو ګډون کړی و.

د مالي او اداري چارو مرستیال ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا ترسره او د سیمنار ګډونوالو ته یې سپارښتنه وکړه، چې زده کړي موضوعات دې په روغتونونو کې پلي کړي؛ ترڅو په سمه توګه د بېړنیو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او غوره درملنه یې وشي.

یاد روزنیز ټریننګ چې د عامې روغتیا وزارت ظرفیت لوړولو ریاست له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ د اندراګاندي ماشومانو درملنې روغتون تالار کې ترسره شو، ګډونوالو په کې د مجربو استادانو له لوري د جدي پاملرنو (ICU) څانګې کلینیکي برخو مدیریت کې لس ورځنی عملي او نظري زده ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

عامې روغتيا وزارت له لوري د بدخشان ولایتي روغتون ظرفیت له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۵۰ بسترونو ته لوړ شو

 د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال، نذير احمد نذر وويل، د دې روغتون په پراخېدو سره موږ کولای شو ګڼې تخصصي برخې فعالې کړو، چې په کې د غوږ، پوزې او ستوني، سترګو، ارتوپیدي، جلدي، د اعصابو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ارزګان ولایتي روغتون د بېړنيو ناروغانو څانګې د پراخېدو چارې پيل شوي دي

يادې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې موخه يې د بېړنیو ناروغانو لپاره د خدمتونو ښه کول، د ناروغانو د منلو ظرفیت لوړول او پر وخت طبي مرستو ته اسانه لاسرسی برابرول دي.

 د. . .

BACK TO NEWS