د نظارت برخې مرکزي او ولایتي کارکوونکو ته د "خوړو خوندیتوب تنظیمي سیستمونو پیاوړتیا او د ملي او نړیوالو معیارونو پلي کول" تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۶:۴۸
MOPH

یاد روزنیز سیمنار د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ مرکزي او ۲۵ تنه ولایتي کارکوونکو ته د خوړو او درملو معینیت په تالار کې پیل شو، چې ګډونوالو به په کې د مجربو استادانو له لوري خوراکي تاسیسات ته د جوازونو ورکولو، د دې برخې څخه نظارت، د ازموینو په موخه د خوراکي توکو نمونې اخیستلو، د توکو په کیفیت کې د اغېزمنو فکټورونو پېژندلو او ورته نورو مهمو موضوعاتو اړوند زده کړې ترلاسه کړي.

د دغه روزنیز سیمنار په پرانیست وینا کې د خوړو او درملو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیم الله ایوبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو سربېره د خوراکي توکو خوندیتوب پر اهمیت هر اړخیزه وینا ترسره او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په پوره پاملرنې سره په یاد سیمنار کې شامل موضوعات زده او په کاري ساحه کې یې عملي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سیمنار دویم پړاو به پاتې کسانو ته د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۱
Background image

عامې روغتيا وزارت له لوري د بدخشان ولایتي روغتون ظرفیت له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۵۰ بسترونو ته لوړ شو

 د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال، نذير احمد نذر وويل، د دې روغتون په پراخېدو سره موږ کولای شو ګڼې تخصصي برخې فعالې کړو، چې په کې د غوږ، پوزې او ستوني، سترګو، ارتوپیدي، جلدي، د اعصابو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري د ارزګان ولایتي روغتون د بېړنيو ناروغانو څانګې د پراخېدو چارې پيل شوي دي

يادې چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې، چې موخه يې د بېړنیو ناروغانو لپاره د خدمتونو ښه کول، د ناروغانو د منلو ظرفیت لوړول او پر وخت طبي مرستو ته اسانه لاسرسی برابرول دي.

 د. . .

BACK TO NEWS