د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سره د جاپان سفیر، تاکایوشي کوروما د روغتیا برخې اوسنیو همکاریو پر دوام او پراختیا لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۵:۲۰
MOPH

ښاغلي وزیر، روغتیا برخه کې د جاپان هېواد له اوسنیو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د روغتیا وزارت نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ په اړه وویل: دا پالیسي به د روغتیا برخې کاري شریکانو ترمنځ همغږي لا پیاوړې، په چارو کې د ځنډ او بې ځایه لګښتونو مخنیوی به وکړي، د ټولنې اوسنیو روغتیايي ستونزو ته به ځواب ویونکې او پر ځان بسیا روغتیايي سیسټم ته به په تدریجي توګه لار پرانیزي.

بل لور د جاپان سفیر روغتیا برخه کې پر پیاوړې همغږۍ خوښي څرګنده او دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي ارزګان ته سفر ترسره کړ

یاد سفر چې موخه یې د کلسټرونو د څارونکو او ولسوالیو همغږي کوونکو د روزنیزو پروګرامونو څخه څارنه ده، په ترڅ کې یې د پولیو ملي بېړني مرکز رئیس وویل، دا روزنیز پروګرامونه به د راتلونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۴۱
Background image

په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۹
Background image

لغمان او ننګرهار ولایتونو کې له یو شمېر خصوصي درملتونونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت چې د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې لغمان ولایت کې یو درملتون او ننګرهار ولایت کې یو لابراتوار د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو.

دغه راز. . .

BACK TO NEWS