د کوچني اختر په درې ورځو کې د لغمان ولایت ۱۵ روغتیايي مرکزونو کې نږدې (۲۲۰۰) ناروغانو ته په بېلا بېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۹:۲۲
moph

یاد خدمات چې د لغمان ولایتي روغتون سربېره په ۱۴ روغتیايي مرکزونو کې وړاندې شوي، له ډلې یې ۷۹۰ تنو ته عاجل سراپا خدمات، ۱۱۸ تنو ته ټروما او پاتې نورو ته په بېلا بېلو برخو کې روغتیايي خدمات ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په ځانګړي هدایت په مرکز او ټولو ولایتونو کې د اختر په شپو ورځو کې د روغتیايي مرکزونو فعال ساتلو هدایت شوی و؛ ترڅو د هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه ترسره او له روغتیايي خدماتو برخمن وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

خوست او دایکندي ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو له یو شمېر عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې دایکندي ولایت کې ۱۵ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او خوست ولایت کې یو کتنځای د قانوني اسنادو نه شتون او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۱۸
Background image

د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ د عمومي روغتون (GH) جوړولو د آفر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست د پلان ګذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس ډاکتر عبدالستار صحت، د تدارکاتو، مالي او حسابي، اداري او پلان او پالیسۍ ریاستونو او  ۱۰ ودانیز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۳۹
Background image

ارزګان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او روغتیایي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له‌ لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ارزګان ولایت کې ۱۱ قلمه له نېټې تېر درمل راټول شول، ننګرهار ولایت کې دوه درملتونونه د ډاکټر له. . .

BACK TO NEWS