د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ریاستونو او دوهمو واحدونو د اړتیا وړ فلترباب او روغنیاتو  پېرل او چمتو کولو پروسه کې چې د ( MOPH/1404 /NCB/G-1251)  داوطلبۍ شمېرې لرونکې ده ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست ویب پاڼې ( https://tenders.ageops.af ) له لارې  ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 14/02/1404 هـ ش نېټې،د یک شنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې  د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه (آفرونه) د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه 110,000)) یو سل لس زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه د 14/02/1404 هـ ش نېــټه، یک شنبې ورځ سهار 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (تخصصي او ثالثي روغتونونو اړوند د ۱۷۷ قلمه طبي ملزمې تدارک پروژې) داوطلبۍ پروسه کې، چې ريفرينس شمېره يې (MOPH/1404 . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۵
Background image

د داوطلبۍ بیاځل خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شوی پروژی:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۲۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او عامې روغتیا وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري د دې روغتون اړوند (د یوه قلم طبي . . .

Back to tenders