د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس، ډاکټر محمد قاسم عادل د فزیوتراپي ټولنې له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۲:۱
MOPH

په یاده ناسته کې د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټیټیوټ رئیس، اړوندو مسؤلینو، د افغانستان د فزیوتراپي ټولنې رئیس ډاکټر راضي خان همدرد او د فزیوتراپي انسټېټیوټ یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

دغه ناسته چې موخه یې د همغږۍ پیاوړتیا او د فزیوتراپي مسلک د لا پرمختګ لپاره د مؤثرې همکارۍ رامنځته کول دي، په کې د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د دې مسلک د لا پرمختګ لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

د افغانستان د فزیوتراپي ټولنې رئیس د یاد انسټېټیوټ له دوامدارې همکارۍ څخه مننه وکړه او د فزیوتراپي د یو کلن پروګرام پراختیا یې د ګډې همکارۍ یو روښانه مثال یاد کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS