د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، ښاغلي عبدالرحمن حقاني سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۰:۳۲
moph

په دې لیدنه کې بغلان ولایت کې د نويو روغتیايي مرکزونو جوړېدو، با کیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو او پراختیا اړوند خبرې وشوې.

د بغلان والي په دغه ولایت کې د نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدو، ځینو روغتیايي مرکزونو ته د ارتقاء ورکولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي او  پراختیا غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په یاد ولایت کې د نویو روغتیايي مرکزونو جوړېدو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي ډاډ څرګند او  ویې ویل، هڅه مو شروع کړی، چې د روغتیايي خدمتونو پراختیا په موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې عمومي روغتونونو جوړ کړو؛ تر څو ټولو هېوادوالو ته مساویانه او معیاري خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS