د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د ابریشم پُل سرحدي سیمه کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۹:۲۶
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي نیمروز ته د سفر په ترڅ کې د ابریشم پُل سرحدي سیمه کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه، چې د نیمروز مرستیال والي یې هم ملتیا کوله، د روغتیا په برخه کې له هغه تطبیق کوونکو مؤسسو، چې په یاده سیمه کې په فعالیت بوخت دي نظارت ترسره او اړوندو مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې، چې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز، د تخنیکي ټیم له لوري ستونزې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو. . .

BACK TO NEWS