د ساه لنډي (نفس تنګي) ناروغۍ په اړه یو ورځنی علمي څېړنیز سیمینار ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۴:۳۴
moph

د ساه لنډي ناروغۍ په اړه دغه علمي څېړنیز سیمینار د صدري ډاکټرانو ټولنې لخوا د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم ریاست په همکارۍ او د هاینون شرکت په مالي ملاتړ کابل سټار هوټل کې د ( نوي نړیوال پروتوکول له مخې د نفس تنګي درملنې لپاره د جینا ۲۰۲۵ نړیوالې لارښوونې - Asthma National Symposium ) تر سرلیک لاندې د داخلې او صدري څانګو مرکزي او ولایتي متخصصینو ته ترسره شو.

په دې سیمینار کې ګډونوالو د ساه لنډي تشخیص، ډولونو، د شدیدې نفس تنګۍ درملنې او د دې ناروغۍ مخنیوي برخو کې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس، ډاکټر احمد خندان د یاد سیمینار د هېواد روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره مهم وباله او له متخصصینو یې د درملنې برخه کې د نویو میتودونو پلي کولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS