د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري (۵۰) متخصصینو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو بهیر کې د شته ستونزو حل په موخه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۳۷
MOPH

یاد ورکشاپ چې د غضنفر انسټېټیوټ په تالار کې ترسره شو، پرانیستې مراسمو کې یې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو ګډون کړی و.

ښاغلي مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د دې ورکشاپ ترسره کول په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي لپاره یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د تصمیم نیولو برخه کې د متخصصینو نظرونه او وړاندیزونه په پام کې ونیسو او د عملي اقداماتو له لارې خلکو ته روغتیایي خدمات لا ښه کړو.

د یادونې وړ ده، چې د معالجوي طب لوی ریاست دا ورکشاپ له مرکز او ولایاتو څخه ۵۰ تنه متخصصینو ته د روغتیایي خدمتونو برخه کې د ننګونو څېړلو او حل په موخه ترسره کړ.

د دې ورکشاپ موخه د نظرونو تبادله، د ستونزو تحلیل او د روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه والي په موخه د عملي حل لارو لپاره د وړاندیزونو جامع پلان چمتو کول وو، چې په کې د مهمو موضوعاتو؛ لکه اسانتیاوو نشتوالي، تدارکات، د روغتیايي ادارو ترمنځ همغږي او د کارکوونکو ظرفیت لوړولو باندې بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۶:۰
Background image

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست سره د زلزلې د ټپیانو لپاره د ۳۹زره امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته وشوه

یاده مرسته د یونیسف ادارې له لوري وشوه، چې ۹زره ستنې (Ceftriaxone Inj) او ۴۸ زره سیرومونه په کې شامل دي، چې د تېرې زلزلې د ټپیانو درملنې لپاره به ورڅخه لازم کار واخیستل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

ننګرهار کې د تېرې زلزلې له امله د بې سرپرسته ټپیانو لپاره ۵۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقاني، چې یو تخنیکي ټیم او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف یې هم ملتیا کوله، ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي او مل تخنیکي ټیم له زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه ختیځو ولایتونو ته سفر ترسره کړ

یاد سفر چې موخه یې له زلزله ځپلو سره همکاري ده، په کې مولوي نجیب الله فاروقي د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو روغتیایي مرکزونو کې د اړینو عدلي خدماتو او اړتیاوو ارزونه وکړ، له زلزله‌. . .

BACK TO NEWS