د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې د کانګو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي لوړولو په موخه زرګونه پوسټرونه وویشل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ښار په بېلا بېلو برخو (شکردرې ولسوالۍ، د څارویو د خرڅلاو ځایونو، دوکاندارانو، قصاب خونو او نورو عامه ځایونو) کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پوسټرونه نصب او وویشل.

د دغو پوسټرونو د وېشلو موخه د کانګو ناروغۍ او د هغې د مخنیوي لارو چارو په اړه د خلکو عامه پوهاوی لوړول دي، ترڅو د عامه پوهاوي پواسطه په خلکو کې د دې خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

یادو پوسټرونو کې د کانګو ناروغۍ اړوند د نښو نښانو، د انتقالېدو، د مخنیوي میتودونو او د روغتیايي لارښوونو د تعقیبولو اړین او مهم معلومات شامل دي، په ځانګړې توګه کله چې څاروي ذبح کېږي.

د ښار په ګڼه ګوڼه او عامه ځایونو کې د یادو  پوسټرونو په نصبولو سره، خلک هڅول کېږي، چې د کانګو ناروغۍ په اړه اړین اقدامات وکړي او د خپل ځان او نورو د روغتیا ساتنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ملي او نړیوالو سازمانونو او مؤسساتو استازو او تمویل کوونکو سره د هیلت کلسټر ګډه ناسته ترسره شوه

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د دې وزارت د مرکزي رئیسانو او د ملي او نړیوالو مؤسسو د استازو په شتون کې ترسره شوه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۱۵
Background image

بغلان ولایت کې ۶ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل  له منځه یوړل شول

د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت مسؤلینو د ۱۴۰۴ هـ ش کال په څلورو ربعو کې د دې ولایت د پلخمري ښار له بېلا بېلو سیمو څخه ۶ ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د احمدشاه بابا روغتون څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په احمدشاه بابا روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS