د تړون د ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

نور د سترګو ملي او تخصصی روغتون ۶۶ قلمه قرطاسیه باب موادو د قرارداد ورکړې خبرتیا:

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون ریاست په پام کې لري، چې ۶۶ قلمه قرطاسیه باب موادو قرارداد چې د تړون شمېره MOPH/NH/NCB/1404/G02 ده، د ( آصف سمیر شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت(0101-17229) ګڼې جواز لرونکی او د اصلي محل موقعیت یې (مرکز کابل، صدارت څلور لارې شهرنو) کې دی او د تړون مجموعي قیمت (1439650) افغانۍ دی.

د حقیقي او حکمي کسانو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نیټې څخه تر ۷ تقویمي ورځو پورې نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۴۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1404/002)

د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې عامه او خصوصي مشارکت له لارې د کفیتریا او  دوکانونو جوړولو پروژې د دوهم ځل داوطلبۍ اعلان:

د پروژې د اعلان نیټه: ۰۱ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د وزیر محمد اکبرخان روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکول کوي، تر څو د: (د ۶۹ قلمه مطبوع او ۶۱ قلمه غیر مطبوع  قرطاسیو تهیه او تدارک)، چې د ریفرینس نمبر یې (MOPH . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (36قلم  لابرتواری ریجینتونو ) پروژې چې د (MOPH/IEH/NCB/1447/1404/G014) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د . . .

Back to tenders