د عامې روغتیا وزارت له لوري بېرته راستنېدونکو ته د ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې زیاتې شوې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۱۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره هېواد ته د بېرته راستنېدونکو لپاره د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه آنلاین لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ټینګار وکړ، چې د دې ولایتونو روغتیايي مسؤلین باید بېرته راستنېدونکو ته ۲۴ ساعته روغتیایي خدمات وړاندې کړي، ترڅو راستنېدونکو ته پر وخت اړین روغتیایي خدمات تر سره شي، هغه همداراز له رئیسانو وغوښتل، چې د وړاندې کېدونکو خدماتو اوونیز راپورونه دې، د دې وزارت د رهبرۍ کمېټې او د ولایتونو د همغږۍ ریاست سره شریک کړي؛ ترڅو په دې برخه کې راتلونکي اقدامات د پلان سره سم ترسره شي.

 بل لور، د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو بېرته راستنېدونکو ته د وړاندې شویو روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د دوی روغتیايي ټیمونو راستنېدونکو ته د واکسین، سکرینینګ او نورو روغتیایي برخو کې د خدماتو زمینه برابره کړې؛ ترڅو ورته اړین روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ کډوال هېواد ته راستنېږي او د عامې روغتیا وزارت له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو څخه برخمن کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د خصوصي روغتیایي مرکزونو له لوري د زلزله ځپلو لپاره د وړیا خدمتونو ژمنه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقانی ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د خصوصي روغتیایي مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزیر د خاص کونړ په ځانګړي روغتیایي مرکز کې د زلزله‌ځپلو د خدماتو بهیر وڅېړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د تېر زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو له ځانګړي. . .

BACK TO NEWS