د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا برخې مسؤلینو کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته په یاده برخه کې هر اړخیز خدمات وړاندې کړي دي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۹
MOPH

د دغو خدماتو په وړاندې کولو سره د رواني روغتیا برخې مسؤلین توانېدلي، چې د وروستۍ زلزلې اغېزې راکمې او د خلکو په ذهني ارامتیا کې غوره بدلون راولي؛ ترڅو په ټولنې کې رواني روغتیا خوندي، د اغېزمنو خلکو د روحي فشار کچه راښکته او بېرته خپل عادي ژوند ته وګرځي.

همداراز، د رواني روغتیا برخې مسؤلینو د خپلو دوامداره فعالیتونو په لړ کې اغېزمنو خلکو ته د ټولنیز او انفرادي ملاتړ، مشورو ورکولو او عامه پوهاوي برخو کې خدمات وړاندې کړي دي؛ څو د خلکو روغتیا خوندي او له رواني ستونزو سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا برخې مسؤلینو کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته په یاده برخه کې هر اړخیز خدمات وړاندې کړي دي

د دغو خدماتو په وړاندې کولو سره د رواني روغتیا برخې مسؤلین توانېدلي، چې د وروستۍ زلزلې اغېزې راکمې او د خلکو په ذهني ارامتیا کې غوره بدلون راولي؛ ترڅو په ټولنې کې رواني روغتیا خوندي، د. . .

BACK TO NEWS