د عامې روغتیا وزارت اړوند د نیمه پاتې رغنیزو پروژو بیا پیل او تر سره کېدنه!

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۲۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په هڅو د روغتیا برخه کې یو شمېر نیمه پاتې پروژې بیا پیل شوي چې ځینې یې په دا وروستیو کې تر سره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې ، په لړ کې د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون ودانۍ د پاتې چارو پروژه هم وه، چې د تدارکاتو ملي کمېسیون له لورې منظوره شوې او چارې به یې ډېر ژر تر سره شي.

د یادونې وړ ده چې د روغتیایي نیمه پاتې پروژو په بشپړېدو سره به روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات ، د خدماتو کیفیت به لوړ، مرکزي روغتونونو ته به د ورتګ اړتیا کمه او ګڼې نورې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۴
Background image

په ترکیه کې د ا.ا.ا روغتیایي اتشې، متخصص دوکتور فضل‌ الله سیرت د یاد هېواد په ازمیر ښار کې جوړ شوي نړیوال درې ورځني کنفرانس کې ګډون وکړ

دغه کنفرانس چې د روغتیا، کلتور او سیاحت په موضوعاتو جوړ شوی و، په کې د نړۍ له ۳۲ هېوادونو څخه سفیرانو، اتشو او د ترکیې د عامې روغتیا وزیر برخه اخیستې وه.

د یاد کنفرانس په پیل کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

کندهار ولایت کې لس ټنه له نېټې تېر درمل له منځه یووړل شول

دغه درمل د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له بېلابېلو درملتونونو څخه راټول شوي وو، چې د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د وزیر محمد اکبر خان روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه. . .

BACK TO NEWS