د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۴:۲۱
moph

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۳ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په دقیق او ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت کوو».

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به عمل ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست د عامه پوهاوي په موخه په خوراکي محصولاتو کې د تحلیل شویو خطرونو په اړه خبري ناسته ترسره کړه

په دې خبري ناسته کې چې د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، مولوي عبدالله حامد د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ډاکتر شرافت زمان امرخېل، د خوراکي توکو د جواز ورکونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۸
Background image

د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارو د چټکتیا او ستونزو د حل په اړه ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارو چټکتیا او ستونزو حل په موخه د تدارکاتو، ساختماني، معالجوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۴
Background image

بلخ ولایت څلورمه ناحیه کې له یو شمېر درملتونونو، لابراتوارونو او روغتیايي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو امریت د نظارت مسؤلینو له ۸ درملتونونو، ۱ لابراتوار، ۹ روغتیايي کتنځایونو او همدارنګه له یو سراپا کلینیک څخه نظارت تر سره کړ.

د دې نظارت. . .

BACK TO NEWS