د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ کې له یو شمېر روغتیایي کتنځایونو، درملتونونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۷۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل او ٧٥٠ کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او مشروبات راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.
