د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو لوی رئیس، ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي د هېواد د ټولو ولایتونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۰:۱۶
MOPH

په دې ناسته کې د ریاست‌ الوزرا د اقتصادي معاونیت د لارښوونې عملي کولو له مخې پاکستان څخه د درملو وارداتو د منعې، د درملو او خوراکي توکو له تأسیساتو څخه د منظم نظارت، د نرخونو کنټرول او د غیرقانوني او غیرشرعي فعالیتونو لکه (احتکار، د جعل او افواهاتو خپراوي) مخنیوي په اړه بحث ترسره شو.

همداراز، په یاده ناسته کې د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې رئیس ډاکټر محمد اقبال حماد په مرکز او ولسوالیو کې د ګډو کمیټو پر جوړېدو او ځانګړو نظارتي چارو په ترسره کولو ټینګار وکړ او له متخلفینو سره یې د جدي چلند غوښتنه وکړه

همدارنګه، ولایتي مسؤلینو د لارښوونو پلي کولو ژمنې ترڅنګ خپلې ستونزې او اړوند موضوعات شریک کړل.

ډاکټر نعیم‌ الله ایوبي ډاډ ورکړ، چې یادې ستونزې ثبت شوي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلی ډاکټر محمد حسن غیاثي د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS