د عامې روغتیا وزارت پلاوی په ترکیه کې د FUJIFILM HEALTHCARE له نړیوالې کمپنۍ سره د طبي ټکنالوژۍ پر پرمختګونو خبرې کوي
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د FUJIFILM HEALTH CARE نړیوالې جاپاني کمپنۍ له استازو سره ناسته ترسره کړه:
په دې ناسته کې د یادې کمپنۍ استازو دMRI، CT Scan، Ultra Sound، Radiation Oncology او Endoscopy عصري ماشینونو په اړه یو جامع پریزنټیشن وړاندې کړ؛ د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال دغه پرمختللي تشخیصیه طبي جهیزات د روغتیایي سیستم پیاوړتیا او معیاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړین وبلل او زیاته یې کړه، معیاري او پر وخت تشخیص د درملنې لګښت راکموي، د اختلاطاتو د مخنیوي سبب ګرځي او هم د روغتیایي خدماتو کیفیت ښه کوي؛ نو اړینه ده چې مونږ خپل روغتیایي سیستم او روغتونونه په عصري طبي وسایلو سمبال کړو، چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت هڅې جریان لري.
