فارياب کې ۲۵ تنه واکسيناتورانو ته د ورلډ ویژن مؤسسې د سيمه ييز دفتر له لوري ۱۴ ورځنی روزنيز ټريننګ پيل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۳:۱۶
MOPH

ياد ټريننګ د فاریاب د عامې روغتیا مرستیال، مولوي خان آغا اسد او د ورلډ ویژن د ولایتي دفتر مسؤل، شاکرالله غروال په شتون کې د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت څانګې او د شمال زون له ترینرانو سره په همغږۍ او همکارۍ پیل شو، چې ترڅ کې به يې که ملي کتلوي معافیت پروګرام واکسیناتورانو ته د واکسین د اغېزمن تطبیق، د ثبت او راپور ورکولو د طریقو، د سوړ زنځیر (کولډ چین) د ساتنې او له خلکو سره د مسلکي چلند په برخو کې اړینې زده‌کړې ورکړل شي.

د دې ټریننګ موخه د روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړول، د واکسیناسیون خدماتو د کیفیت ښه والی او د فاریاب ولایت په بېلابېلو سيمو کې د کتلوي معافیت د پوښښ زیاتوالی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۴۴
Background image

د EMR سافټویر د لا ښه والي او اغېزمن تطبیق په موخه د عامې روغتیا وزارت ناسته ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس ډاکټر عنایت‌ الله عنایت د یاد وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ له رئیس انجنیر جاوید وفا سره د EMR Electronic Medical Record سافټویر د لومړنۍ نسخې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۴۲
Background image

د اکمال تخصص برنامې استادانو ته د ظرفيت لوړولو په موخه د MCQS معياري پوښتونو برابرولو برخه کې روزنیز سیمينار ترسره شو

دغه یو ورځنی سیمینار د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د اکاډميکو چارو د انسجام ریاست د ازموينو او ظرفیت لوړونې آمریتونو له لوري د ټرینري او انټرنس ازموينو لپاره د MCQS (Multiple Choice. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۳۹
Background image

د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار کې د روغتيايي خدماتو ښه والي په موخه له یو شمېر خصوصي کتنځايونو څخه نظارت تر سره شو

د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتيايي قوانینو د تطبیق ټيم د پالیسیو د عملي کولو او د روغتيايي خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د پلخمري ښار له يو شمېر کتنځايونو څخه هر اړخیز نظارت تر. . .

BACK TO NEWS