د ماشومانو او میندو لپاره د فرانسې طبي انسټېټيوټ (FMIC) روغتون د کارډیولوژۍ فوق تخصص ازموینه په شرایطو برابرو نوماندانو څخه واخیستل شوه
د فوق تخصص دغه نظري ازموینه د FMIC روغتون د فوق تخصص پروګرام لپاره د وړ او مسلکي متخصصینو د جذب په موخه له (۵۰) تنو په شرایطو برابرو نوماندانو څخه د قرنطین شرایطو لاندې، د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ او د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو په شتون کې په رسمي ډول د FMIC روغتون عمومي تالار کې په شفاف ډول واخيستل شوه.
د اکمال تخصص لوی ریاست تل هڅه کړې ده، چې د تخصص او فوق تخصص پروګرامونو د بډاینې لپاره علمي معیارونو او سټنډرډونو پلي او د ډاکټرانو د علمي کچې په لوړولو سره هېوادوالو ته د باکیفیته تخصصي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي.
