د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ اړوند د کټار ګمبیر بنسټیز روغتیایي مرکز نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
دغه ودانۍ د نورستان عامې روغتیا ریاست په هڅو او د DACCAR مؤسسې په تخنیکي همکارۍ جوړه شوې، چې د سیمې اوسېدونکو ته به د اساسي روغتیایي خدمتونو برخه کې اسانتیاوې رامنځته او ډېری ستونزې به یې حل شي.
د یادې ودانۍ د پرانیستې پر مهال د نورستان عامې روغتیا رئیس مفتي سعیدالله نعماني وویل، د روغتیایي زیربناوو پراختیا او پیاوړتیا د عامې روغتیا ریاست له اساسي لومړیتوبونو څخه ده او هڅې روانې دي، چې د لرې پرتو او محرومو سیمو اوسېدونکو ته هم معیاري روغتیایي خدمتونه ورسول شي؛ څو ولسونه بنسټیزو روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي.
