د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست لپاره د دوو غونډو تالارونو پرانیسته او د ۶۰ روغتیايي کارکوونکو روزنه
د عامې روغتیا وزارت د ظرفيت لوړونې ریاست لپاره دوه د غونډو تالارونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او هم د یاد ریاست له لوري ۶۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ته بېړنیو حالاتو کې د ژوند ژغورنې (BLS/ACLS) تر سرلیک لاندې درې ورځنی ټرینینګ ورکړل شو:
په یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د ظرفيت لوړونې رئیس مجیب الرحمن ماموندزي، د ودان مؤسسې استازو، روغتیايي کارکوونکو او یو شمېر نورو مسؤلينو ګډون کړی و
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په یادو مراسمو کې دا ډول روزنیز پروګرامونه د ژوند ژغورنې او په بېړنیو حالاتو کې د مسلکي او پر وخت تصمیم نیونې لپاره اړین وبلل او د نړیوالو معیارونو له مخې یې د اغېزمنو روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي حقاني ژمنه وکړه، چې د بشري سرچینو مسلکي کول، معیاري روزنې او نړیوالو معیارونو ته د نږدې کېدو هڅې به لا ګړندۍ کړي؛ تر څو په هېواد کې روغتیايي سیستم معیاري او لا اغېزمن شي.
همداراز، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم د یادې روزنیزې برنامې په ترسره کېدو او د دې ریاست له لوري د دوه تالارونو په جوړېدو خوښي وښوده او د ورته نورو روزنیزو پروګرامونو په جوړېدو یې ټینګار وکړ.
دغه راز، د ظرفيت لوړونې رئیس مجیب الرحمن ماموندزي وویل: (د یاد ریاست لپاره دوه د غونډو تالارونونه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې هر یو یې د ۴۰ تنو د ناستې ظرفیت لري).
نوموړي زیاته کړه، د ودان مؤسسې په مالي ملاتړ یې د هېواد روغتیايي کارکوونکو ته بېړنیو حالاتو کې د ژوند ژوغورنې (BLS/ACLS) روزنیزې برنامې لړۍ پیل کړې، چې له لارې تر دا مهاله ۶۰ تنو روغتیايی کارکوونکو روزنه ترلاسه کړې.
د یادونې ده، چې د یاد ریاست له لوري تېر یوه کال کې ۱۰ زره او ۵۰۰ سوه روغتیايي کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې بېلا بېل روزنیز پروګرامونه ورکړل شوي دي او لا هم ياده لړۍ دوام لري.
