د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاعلي مولوي حمدالله زاهد د دې معینیت له تخنیکي ټیم سره یو ځای د هېواد د درملو او طبي تجهیزاتو د واردوونکو اتحادیې له مسئولینو او غړو سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د خوړو او درملو معینیت رهبرۍ د ګډونوالو ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ، چې د شريکو شویو ستونزو هر اړخیزې ارزونې او حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
همدارنګه، په دې ليدنه کې له سوداګرو وغوښتل شول چې ژر تر ژره له هغو نویو او معتبرو شرکتونو سره چې په ګاونډیو او د سیمې په هېوادونو کې شتون لري او غوره کیفیت او مناسب قیمت ولري، هوکړه وکړي او د هېواد اړین درمل وارد کړي، تر څو په راتلونکې کې د هېواد بازار د درملو له کمښت سره مخ نه شي.
ښاغلي مرستیال ټينګار وکړ، له هغو شرکتونو او کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې د درملو احتکار وکړي او یا د بېلابېلو پلمو له لارې د بیو د ناقانونه لوړېدو سبب شي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري، په ځانګړي ډول د خوړو او درملو معینیت په منظم او دوامدار ډول د درملو له سوداګرو سره په اړیکه کې دی، څو د هېوادوالو د درملو اړتیاوې پوره، د دې سکتور د سوداګرو ستونزې وڅېړل شي او په لنډ وخت کې حل شي.
