د بادغیس ولایتي روغتون سره د یو شمېر مهمو طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه
دا مرسته د یونیسف ادارې له لوري د بادغیس ولایتي روغتون سره د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا په موخه وشوه او اړوندو مسؤلینو ته وسپارل شوه.
په یادو وسایلو کې د څه باندې ۷۰٬۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت یو اکسری (X-Ray) ماشین، عاجل کیټونه، د ناروغانو د انتقال تختونه، ویلچرونه، د جراحي مېز او یو عصري اوتوکلیف ماشین شامل و، چې د بادغیس ولایتي روغتون مسؤلینو ته وسپارل شول.
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل، دغه تجهیزات به د تشخیص او درملنې خدمتونو کیفیت ښه کړي، د ناروغانو د بیا رجوع کچه به راکمه کړي او هم به د انتاناتو کنټرول پیاوړی کړي. همدارنګه، هغوی د یونیسف ادارې له همکارۍ څخه مننه وکړه.
