د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو د کوچني اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته نن بېرته په خپلو دفترونو کې حاضري ورکړه او خپلې ورځنۍ چارې یې په منظم ډول پيل کړې
دوی د مراجعینو د ستونزو حل په موخه په پوره ژمنتیا، صداقت او مسؤلیت سره خپلو دندو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې هېوادوالو ته پر وخت او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.
د عامې روغتیا وزارت رهبري له ټولو کارکوونکو څخه مننه او قدردانی کوي، چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې هڅې ترسره کوي او د هېواد د خدمت لپاره خپل مسؤلیتونه په ښه ډول پر مخ وړي.
هیله ده چې تل روغ، بریالي او سرلوړي اوسئ!
