کابل ښار کې د درملو له ۷۴ عمده پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست مسؤلینو د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۴ عمده پلورنځیو څخه د معیاري چکلېستونو په کارولو سره نظارت تر سره کړ.
د دغو څارنو په پایله کې ۲۷ عمده پلورنځي د درملو پېرلو د رسمي اسنادو نشتوالي له امله او یو ګدام د غير معياري کړنو له امله وتړل شول.
همدارنګه، ۳۵ قلمه مشکوک درمل قرنطین، ۹۳ ډوله هغه درمل چې قانوني اسناد یې نه درلودل ضبط او ۱۰ ډوله مشکوک درمل د کیفیت تثبیت په موخه لابراتوار ته واستول شول.
