د ICU هیډ نرس!

rasooli_admin
Mon, Oct 12 2026 1:58 PM
mopoh

Publish Date

Closing Date

دنده: د ICU هیډ نرس
اړوند اداره: د جدي پاملرنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: غزني
د دندې ځای: د غزني حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) څانګه
د بست شمېر: ۱
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه:   ۱۴۰۵ / ۷ /۱۹
د اعلان د پای نېټه: ۱۴۰۵ /  ۷/ ۲۸

د دندې لنډیز :

د ICU هیډ نرس مسؤلیت لري چې د جدي پاملرنې (ICU) څانګې د نرسنګ ټول فعالیتونه مدیریت، تنظیم او همغږي کړي، د ناروغانو لپاره د معیاري نرسنګ خدماتو د وړاندې کولو نظارت وکړي او همدارنګه د درملو، مصرفي توکو او طبي تجهیزاتو د مصرف ثبت، تنظیم او راپور ورکول ترسره کړي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

دندې او مسؤلیتونه:

  1. د ICU ناروغانو لپاره د نرسنګ خدماتو مستقیم رهبري او تنظیم.
  2. د ICU نرسانو، مرستندویه کارکوونکو او خدماتي پرسونل ترمنځ د دندو همغږي او مدیریت.
  3. د ناروغانو د کلینیکي دوسیو تنظیم، ساتنه او نظارت کول او د اړوندو راپورونو ترتیب.
  4. د درملو، محلولونو، وسایلو او تجهیزاتو لپاره ټاکل شوي معیارونه ساتل او د نشه‌يي درملو ثبت او کنټرول.
  5. د نرسنګ فعالیتونو ارزونه تر څو د ناروغانو خدمتونه، د کارکوونکو اړیکې او د خدمت موثریت تضمین شي.
  6. د نرسنګ د خدمتونو دوامداره څارنه تر څو ډاډ ترلاسه شي چې درملنه د ډاکټر د لارښوونو مطابق ترسره کېږي.
  7. د ICU د خونې او څانګې د پاکوالي، نظم او مناسب چاپېریال څارنه.
  8. د ډاکټرانو سره په ورځنیو ویزیټونو کې ګډون او د ناروغانو د ځانګړو سپارښتنو تعقیب.
  9. د نوو کارکوونکو د پېژندنې (Orientation) او روزنې په پروګرامونو کې ګډون.
  10. د ناروغانو او کارکوونکو شکایتونه ارزول او د اړتیا په صورت کې یې د حل لپاره اقدام کول.
  11. د درملو، مصرفېدونکو توکو او طبي تجهیزاتو ورځنی مصرف ثبتول.
  12. د درملو او مصرفېدونکو توکو میاشتني راپورونه ترتیب او اړوند ادارې ته وړاندې کول.
  13. د نرسنګ خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره دوامداره هڅې او وړاندیزونه وړاندې کول.
  14. د وزارت د نافذه پالیسو، طرزالعملونو او مسلکي معیارونو مطابق دندې ترسره کول.
  15. د جدي پاملرنې څانګې مسؤل لخوا سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.

راپور ورکول: د جدي پاملرنې څانګې مسؤل ته راپور ورکوي.

تر لاس لاندې کارکوونکي: نرسان، مرستندویه کارکوونکي، خدماتي کارکوونکي.

شرایط او اړتیاوې:

  1. د افغانستان تابعیت ولري.
  2. له پېژندل شوو روغتیايي انسټیټیوټونو یا پوهنتونونو څخه د نرسنګ په برخه کې فارغ وي.
  3. تحصیلي اسناد باید د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصدیق شوی وي.
  4. لږ تر لږه دوه (۲) کاله د نرسنګ کاري تجربه ولري، په ځانګړي ډول د ICU په څانګه کې.
  5. د ټیم د مدیریت او رهبري وړتیا ولري.
  6. په پښتو یا دري ژبو کې د لیک، لوست او وینا ښه مهارت او په انګلیسي ژبه بلدیت ولري.
  7. د اغېزمنو اړیکو او افهام او تفهیم مهارتونه ولري.
  8. د کمپیوټر د Office پروګرامونو (Word، Excel، PowerPoint) کارولو مهارت ولري.

د ثبت نام طریقه:

درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

 

mophgdsa@gmail.com