د ICU هیډ نرس!
Publish Date
Closing Date
دنده: د ICU هیډ نرس
اړوند اداره: د جدي پاملرنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: غزني
د دندې ځای: د غزني حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) څانګه
د بست شمېر: ۱
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه: ۱۴۰۵ / ۷ /۱۹
د اعلان د پای نېټه: ۱۴۰۵ / ۷/ ۲۸
د دندې لنډیز :
د ICU هیډ نرس مسؤلیت لري چې د جدي پاملرنې (ICU) څانګې د نرسنګ ټول فعالیتونه مدیریت، تنظیم او همغږي کړي، د ناروغانو لپاره د معیاري نرسنګ خدماتو د وړاندې کولو نظارت وکړي او همدارنګه د درملو، مصرفي توکو او طبي تجهیزاتو د مصرف ثبت، تنظیم او راپور ورکول ترسره کړي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.
دندې او مسؤلیتونه:
- د ICU ناروغانو لپاره د نرسنګ خدماتو مستقیم رهبري او تنظیم.
- د ICU نرسانو، مرستندویه کارکوونکو او خدماتي پرسونل ترمنځ د دندو همغږي او مدیریت.
- د ناروغانو د کلینیکي دوسیو تنظیم، ساتنه او نظارت کول او د اړوندو راپورونو ترتیب.
- د درملو، محلولونو، وسایلو او تجهیزاتو لپاره ټاکل شوي معیارونه ساتل او د نشهيي درملو ثبت او کنټرول.
- د نرسنګ فعالیتونو ارزونه تر څو د ناروغانو خدمتونه، د کارکوونکو اړیکې او د خدمت موثریت تضمین شي.
- د نرسنګ د خدمتونو دوامداره څارنه تر څو ډاډ ترلاسه شي چې درملنه د ډاکټر د لارښوونو مطابق ترسره کېږي.
- د ICU د خونې او څانګې د پاکوالي، نظم او مناسب چاپېریال څارنه.
- د ډاکټرانو سره په ورځنیو ویزیټونو کې ګډون او د ناروغانو د ځانګړو سپارښتنو تعقیب.
- د نوو کارکوونکو د پېژندنې (Orientation) او روزنې په پروګرامونو کې ګډون.
- د ناروغانو او کارکوونکو شکایتونه ارزول او د اړتیا په صورت کې یې د حل لپاره اقدام کول.
- د درملو، مصرفېدونکو توکو او طبي تجهیزاتو ورځنی مصرف ثبتول.
- د درملو او مصرفېدونکو توکو میاشتني راپورونه ترتیب او اړوند ادارې ته وړاندې کول.
- د نرسنګ خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره دوامداره هڅې او وړاندیزونه وړاندې کول.
- د وزارت د نافذه پالیسو، طرزالعملونو او مسلکي معیارونو مطابق دندې ترسره کول.
- د جدي پاملرنې څانګې مسؤل لخوا سپارل شوې نورې دندې ترسره کول.
راپور ورکول: د جدي پاملرنې څانګې مسؤل ته راپور ورکوي.
تر لاس لاندې کارکوونکي: نرسان، مرستندویه کارکوونکي، خدماتي کارکوونکي.
شرایط او اړتیاوې:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- له پېژندل شوو روغتیايي انسټیټیوټونو یا پوهنتونونو څخه د نرسنګ په برخه کې فارغ وي.
- تحصیلي اسناد باید د عامې روغتیا وزارت یا د لوړو زده کړو وزارت لخوا تصدیق شوی وي.
- لږ تر لږه دوه (۲) کاله د نرسنګ کاري تجربه ولري، په ځانګړي ډول د ICU په څانګه کې.
- د ټیم د مدیریت او رهبري وړتیا ولري.
- په پښتو یا دري ژبو کې د لیک، لوست او وینا ښه مهارت او په انګلیسي ژبه بلدیت ولري.
- د اغېزمنو اړیکو او افهام او تفهیم مهارتونه ولري.
- د کمپیوټر د Office پروګرامونو (Word، Excel، PowerPoint) کارولو مهارت ولري.
د ثبت نام طریقه:
درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.
mophgdsa@gmail.com