د عامی روغتیا وزارت د کرونا ویروس د له منځه وړلو په اړه کړنی او تدابیر

په مرکز کی  دعالی بیړنی کمیټی فعاله کول او د ګنو ناستو  دایره ول او  د کروناویروس د  احتمالی پیښو په اړه تصمیمونه نیول:

  1. د روغتیا  د کلستر غوندو دایره ول ترڅو ټول داخلي او بهرني کاري شریکان اپدیت کړي ، په شمول د متحده ایالاتو سفارت او د روغتیا نړیوال سازمان چی په هغه کی فیصله وشوه چی د عامې روغتیا وزارت خپل د ځواب ورکونی اضطراري پلان او د اړتیاوو لست چمتواو ژر تر ژره مرسته کونکو ادارو سره شریک کړي. او د مرستې لپاره د مختلف مرستندویه ادارو ژمنې ترلاسه کړئ.
  2.  د ملکي او هوانوردۍ عالي ادارې سره  د ناستو ترسره کول
  3. . د هیواد په هوایی ډګرونو او د سرحداتو په صفری نقطو  کې د سرویلانس د سیستم فعاله کول  چې  په لاندې ډول تشریح شوي دی :

د هیواد په هوایی ډګرونو او بندرونو کې د ګمارل شوی تیم غړي د لاندې مسلکي پرسونل څخه جوړ شوي دي:

  • د سرویلانس افسر/ د اپیدیمولوژی متخصص داکتر چی ټول تریننګونه یی د و خت سره سم (Update)  د نړی وال روغتیایی سازمان د ستندرد مطابق ترلاسه کړدی دی
  • تجربه کاره نرس
  • د روغتیا د لوړوالی افیسر

او همدارنګه پورته ذکر شوی اشخاص د ځان ژغورنی بستو (PPE Kits) باندی ، شخصی ترمامیتر ، طبی وسایلو او روغتیایی تبلیغاتی موادو باندی سمبال شوی دی

امبولانسونه :

چی په ټولو ایمرجنسی وسایلو او نورو طبی وسایلو او مجهز پرسونل باندی سمبال دی .  دوی  اړ دی چې مشکوک کسان  مرکزکی انتانی  روغتون ته او د جلاشوو څانګو (Isolation Wards)  روغتونونو ته په ولایاتو کی  انتقال کړي.

د مسافرینو د تفتیش پروتوکول:

ټول مسافرین چې د یوی میاشتی په جریان کی  چین ته د سفر تاریخچه ولري،  د نورو مسافرینو څخه جلا  او د دوی ټولو مسافرینو علایم او نښی  د نړیوال پروتوکولونو سره سم چک شی ، که چیری مثبت نښی  او علامی پکشی ولیدل شی  په کابل کی د ساری ناروغیو روغتون ته او د ولایاتو روغتونونو د تجرید وارد ته د موظف شوی امبولانسو پواسطه انتقالیژی ، که چیری اعراض او علایم یی منفی وی نوموړی شخص کورته لیژدل کیژی او دا توصیه ورکول کیژی چی د ۱۵ ورځو په موده کی خپل کورڅخه بهر ونوځی او خپله شخصی حفظ الصحه مرا عت کړی کچیری نښی او علایم پکی ولیدل شوی په هغه نمرو باندی دی زنګ ووهی کومی چی توزیع شوی دی ترڅو هغوی ته په وخت سره لاسرسی وشی، علاوه له دی څخه ټولو مسافرینوته د عامه پوهاوی لپاره تبلیغاتی مواد ویشل کیږی، او همدارنګه د ټولو مشکوکو اشخاصو څخه د نړریوالو معیارونو  ّپه اساس نمونه اخیستل کیژی او د کرونا ویروس د  تثبیت په خاطر د هندوستان هیواد د پونی ښارته استول کیژی باقی ضروری تستونه د هیواد په داخل کی ترسره کیژی او د ضرورت په وخت کی تطبیق وړدی ، علاوتآ د سرویلانس سیستم په ټولو پورته ذکرشویو ساحوکی فعال دی چی د عامی روغتیا وزارت د سرویلانس سیستم د کابل په هوایی ډګر ، بلخ ، هرات، کندهار، و بنادر حیرتان، تورخم، شبرغان، اسلام قلعه، سپین بولدک او بدخشان د هغو  مسافرینو د سکریننګ په خاطر فعال دی کوچی د خارجی هیوادونو څخه افغانستان ته راځی .

  1. د کرونا ویروس لپاره د جواب ویلو اضطراری پلان جوړول چی په هغه کی د شته امکاناتو له مخی ټولی اړتیاوی، دندی او کارونه او د عامی روغتیا وزارت د ډیپارتمنټونو مسولیتونه پکی تشریح شوی وی
  2. په کابل ښار کی د ساری ناروغیو روغتون د سلو بسترو په ظرفیت همدارنګه حوزوی او ولایتی روغتونونه  مجهز او د مشکوکو ناروغانو لپاره اماده شوی. دیادشوو روغتونونو کارکونکو ته زده کړی ورکړل شوی او د اړتیا وړ سامان آلات ورته چمتو شوی دی.
  3. د عامه پوهاوی د موادو جوړول او د ۱۶۶ او ۱۲۰ د وړیا شمیرو له لاری د عامه پوهاوی پخاطر د تلفیونونو فعالول
    1. د عامو وګړو لپاره د یادونی وړ لارښونو/توصیوی یاداشتونو (Advisory Note) جوړول
  4. د اضطراری کمیټی  (EPR)د ناستو د دیرولو پواسطه په هیواد کی په ولایتی کچه د روغتیایی کارکونکو د ظرفیت سازی لپاره د عامی روغتیا له ټولو ریاستونو سره د پریزنتیشن شریکول او لارښونی
  5. د عامی روغتیا د رهبری ناسته په هیواد کی د چین د سفیر سره په چین هیواد کی د میشته افغانی اتباعو او د کروناویروس اړونده موضوعاتو باندی بحث، د نظر تبادله او لازمه پریکړی
  6.  د کروناویروس  په اړه د عامی روغتیا وزارت د تدابیرو په هکله دعامی روغتیا د ښاغلی وزیر ناسته او مشخص لارښونی د روغتیایی خدمتونو د تطبیق کونکوموسساتو او د عامی روغتیا و ولایتی ریسانو لپاره
  7. د مختلفو ادارو او وزارتونو په ګډون د روغتیا د بین المللی مقرری (International Health Regulation) د ناستی دایرول چی په هغه کی د کرونا ویروس د موجوده حالت او زیاتیدو باندی بحث وشو او د اړونده ادارو د دندو د مشخص کیدو پشمول لازمی پریکړی تر سره شوی.
  8. د عامی روغتیا وزارت، د هوانوردی اداری او د خارجه وزارت د رهبری ترمینځ د متعددو ناستو دایرول
  9. د خلکو د عامه پوهاوی لپاره د د عامی روغتیا د وزیر لخوا د کرونا ویروس په اړه په  یو مطبوعاتی کانفرانس کی د حقایقو (علمی معلوماتو) د پاڼی   (Fact Sheet)وړاندی کول.
  10. د چین هیواد د ووهان ښار څخه د افغانی محصلینو او د هغوی د کورنویو کابل ته را ستنولو لپاره چمتوالی
  11. په هیواد کی د نوی کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی لپاره د مختلفو دولتی ادارو تر مینځ د همژغی د لازیاتولو په موخه بین السکتوری کمیته را مینځته شوی.