د عامې روغتیا وزارت د سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثمانی کاري برنامه
بسم الله الرحمن الرحیم
" هرڅوک چې یو انسان له مرګ څخه وژغوري، داسې دی لکه چې ټولو خلکو ته یې ژوند بخښلی وي."
سوره مائده، آیه 33.
دافغانستان د شریف ملت درنو استازو!
السلام علیکم و رحمته الله و برکاته
په لومړي قدم کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له رهبرۍ څخه د زړه له کومې مننه کوم چې زه يې د کرونا ویروس د بحران په ډېرو نازکو حالاتو کې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه ور وپېژندلم.
د کرونا د بحران په اوج کې چې د کرونا له وېرې د روغتیايي کارکوونکو په مینځ کې د ډار او وحشت فضا حاکمه وه، د عامې روغتیا وزارت سرپرستۍ مې په غاړه واخیستله. د کوویډ-۱۹ د ناروغانو، پایوازانو د روغتونونو په خوا کې د خپلو ناروغانو د مړینې په انتظارکې شپې او ورځې تېرولې.
په دولتي روغتونونو کې د اکسیجن نشتون به هره ورځ د هېواد د رسنیو د خبرونو سرلیک ؤ او اکسيجن ته اړمنو ناروغانو به په خپلو پیسو د خپل اکسیجن اړتیا په ستونزو پوره کوله. د دې غمیزې ترټولو دردونکی حقیقت دا وؤ چې د عامې روغتیا وزارت په مرکزي ګدام کې د اکسیجن د تولید دستګاه وې موجودې وې، خو روغتونونو ته نه ؤ ورکړل شوي. په همدې ډول، درمل او طبي تجهیزات په مرکزي ګدامونو او ځینې روغتونونو کې امبارول خو ډاکټرانو او د ناروغانو پایوازانو د درملو او اکسیجن د نشتون څخه سرټکاوؤ.
د عامې روغتیا وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه مې د خپل کار په لومړنیو ورځو او اونیوؤ کې د څښتن تعالی په مرسته څو بنسټیز کارونه ترسره کړه.
لومړی: د منفي پیغامونو څخه راولاړه شوې ویره او وحشت به نه یواځې د کرونا وضعیت ښه نه کړي بلکې د روغتیا او ټولنې له نظره د جدي پایلو لامل ګرځي. په دې اساس، موږ د هرډول غیرضروري او منفي پیغام نشر او خپرېدل چې د خلکو په منځ کې د ویرې او وحشت درامنځته کېدو لامل ګرځي بند کړ او د هغه پرځای د کرونا پروړاندې د مبارزې عملي کارونه د « کرونا ته ماته ورکوو» په شعارسره پیل کړل.
دوهم: د کرونا پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره لا ډېر تمرکز مو پر ولایتونو باندې وکړ. په همدې موخه، په اونۍ که دوه ورځې مې خپل د کارځای ولایتونونه و ټاکل څو وکولای شم د روغتیايي مسوولینو او کارکوونکوسره له نژدې کاروکړم.
د بیلګې په توګه د کندهار د عینو مینې روغتون مو چې تقریباْ غیرفعال و د کرونا د ناروغانو د تشخیص او درملنې په یو ښه سمبال او مجهز مرکز بدل کړ او دې روغتون ته په عاجله توګه د PCR یوه پایه ماشین د کرونا ناروغانو د معاینې او د کرونا ویروس تشخیص لپاره ولېږل. د هرات ولایت سل بستریز روغتون چې په میاشتو میاشتو غیرفعال پاتې و، د ملي پراختیا شرکت لخوا د شلو ورځو نه په کمه موده کې جوړشو، د بې پولې ډاکټرانو په مرسته مې وکولای شو دغه روغتون فعال کړم. د بلخ ولایت د کوویډ-۱۹ روغتون په داسې یوه ساحه کې موقعیت درلود، چې د لاسرسي وړ نه ؤ او د معالجوي او تشخیصي سترو محدودیتونو سره مخ و، دغه روغتون مو د لاسرسي وړ ځای ته انتقال او د پرمختللي امکاناتو سره فعال کړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته د سفرنه وروسته کابینې ته مې د پکتیا په ولایت کې د یو سل بستریز روغتون د جوړېدو وړاندیزوکړ، چې له نېکه مرغه تصویب شو. انشاء الله په نژدې راتلونکي کې د پکتیا په حوزوي روغتون کې د اکمال تخصص پروګرام به پیل او تطبیق شي. همدا راز د بامیانو په ولایت کې د کهمرد، سیغان او د بامیان د مرکز روغتونونو ته وده او ارتقا ورکړه او په بند امیر کې د بیړنیو خدمتونو یو مرکز تاسیس شو. د هېواد په نورو ولایتونو کې مو هم عملي او محسوس بدلونونه رامینځته کړل. د بېلګې په توګه د پروان، کاپیسا او پنجشیر په ولایتونو کې د یونیم کال څخه د زیاتې مودې د درملو د نشتون ستونزه مو حل کړ. په پروان ولایت کې د سیلابونو پر وړاندې ګام اخیستلو او سیلاب ځپلو ته پاملرنې په موخه په څوساعتونو کې د ننه مو ثابت او ګرځنده ټیمونه د دې ولایت په بېلابېلو ساحوکې و ګمارل. همدا راز په څو ساعتونو کې مو د لوګرولایت سیلاب ځپلو ته عاجل روغتیایي کېټونه ولېږل. همدا ډول غور ولایت ته مو د چاودنې څخه وروسته په ډېرکم وخت کې ۱.۵ ټنه درمل او اضافي روغتیايي کارکوونکي د ټپیانو درملنې او د روغتیايي کارکوونکو سره د مرستې لپاره ولېږل. د یادونې وړده چې زموږ دا پورتني ترسره شوي کارونه د هېواد د روغتیا په تاریخ کې بې ساري دي.
درېیم: د کرونا پروړاندې د موثرې مبارزې او د کرونا د بحران پروخت مدیریت لپاره لاندیني پنځه ستر او ډېر مهم بدلونونه مې د هېواد په روغتیايي نظام کې راوستل:
لومړی بدلون: په داسې حال کې چې ټول هېواد د کرونا له ګواښ سره مخ و او نوې پېښو هره ورځ مخ په زیاتېدو وې، په خواشینۍ سره باید ووایم چې د هېواد د روغتیايي سیستم یواځې یوه کوچنۍ برخه د کرونا پروړاندې د مبارزې لپاره فعاله وه. په دې اساس ما د خپلې لومړۍ کاري اوونۍ په پای کې د کرونا پروړاندې د مبارزې لپاره ملي بسیج/انسجام اعلان کړ په پایله کې ټول دولتي روغتیایي مرکزونه د کليو نه ترولسوالیو، ولایتونو او د هېواد د مرکز ترکچه د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره چمتوشول، د یادونې وړ ده چې ملي بسیج/انسجام د کرونا پر وړاندې مبارزه کې افغانستان ته د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په پرتله غوره ځای ورکړ. له نېکه مرغه، موږ وکولائ شول د روغتیا په چارو کې له ښکېلو اړخونو سره په ګډه د کرونا د دویمې څپې لپاره یو پلان، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې له خوا تائید شو جوړ کړو. دغه پلان اوس د پلې کېدو په حال کې دی.
د افغانستان د ملت درنو استازو!
تاسې ته به په یاد وي چې د کابل په ښارکې چې پنځه میلونه کسان پکې ژوند کوي یواځې دوه روغتونونه په ډېرو محدودو امکاناتو د کرونا پروړاندې مبارزې ته ځانګړي شوي وؤ. خو نن د ښه او پر وخت تصمیم نیولو له امله، د کابل و لایت په بېلابېلو برخو کې شل دولتي روغتونونه د کرونا د ناروغانو درملنه کې په عملي بڼه بوخت دي. د نېکمرغۍ ځای دی چې دغه شل روغتونونه دعامې روغتیاوزارت د مرکزي ګودام له شته امکاناتو څخه په استفادې سره چې د خاورو دېرې لاندې پروت وو فعال شول او په دې توګه موږ وکولای شو د بیت المال د پیسو څخه میلونونه ډالره سپما وکړو.
نه یواځې په کابل کې بلکې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د تشخیص او درملنې ظرفیت مو لوړ کړ، د کوويډ-۱۹ د ناروغانو د تجرید مرکزونه چې په غیرحرفوي ډول له ښاره لرې ځایونو کې تاسیس شوي وو، ټول مې بیا ولایتي روغتونونو ته ولېږدول څو زموږ شریف هېوادوال روغتیايي خدمتونو ته په وخت لاسرسی ولري.
دویم بدلون: د شته ارقامو او شواهدو په پام کې نیولو سره، خصوصي سکټور د روغتیا د سکټور يوه لویه برخه جوړوي مګر له بده مرغه په هېواد کې د کرونا په اوج کې خصوصي سکټور غیرفعال و. ما د خپل کار په لومړی اوونۍ کې د عامې روغتیا وزارت د یو همکار او غښتلي مټ په څېر د کرونا پروړاندې مبارزه کې ښکېل کړ. د خوښۍ ځای دی چې نن خصوصي سکټور د دولتي روغتیايي مرکزونه په څنګ کې د کرونا د تشخیص او درملنې لپاره ښه ظرفیتونه برابرکړي دي. دغه اقدام ددې لامل شو چې زموږ هېوادوال د خصوصي سکټور د روغتیايي سیستم له شته سرچینو څخه هم اغېزمنه ګټه واخلي.
درېیم بدلون: د کرونا په اوج کې زموږ ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي د کرونا د تشخیص او درملنې د یو هر اړخیز لارښود د نشتون له امله ستونزو سره مخ وو. له نیکه مرغه د خپل کار په لومړی اونۍ کې دننه افغانستان او بهر کې د افغاني متخصصینو د ټولنې د رامنځته کیدو تصمیم مي ونیوه او د لومړي ځل لپاره دکرونا د ناروغانو د تشخیص او درملنې لپاره ملي لارښودونو جوړ او په ټول هېواد کې پر دولتي اوخصوصي روغتیايي مرکزونو وویشل شول.
څلورم بدلون: موږ نه یواځې د روغتونونو په کچه اغېزمنو فعالیتونو پیاوړي کړل بلکې د افغاني متخصصینو سره په همغږی او همکاری د کرونا د خفیفو او منځنیو ناروغانو په کور کې دننه مراقبتونو او موندلو لپاره ملي لارښود جوړشو، چې د تطبیق په پړاو کې دی. دغه اقدام لامل شو چې په روغتونونو کې د کرونا د ناروغانو بستري کیدو لپاره څرګنده او ښکاره معیارونه عملي شي او د کرونا دخفیفو او منځنيو ناروغانو لپاره د تجرید د مرکزونو د تاسیس څخه مخنیوی وشي.
پنځم بدلون: دروغتیا په سکټور کې د ټولو چارو، په ځانګړې توګه د کرونا پروړاندې د مبارزې په بهیر کې د روڼتیا او حساب ورکولو د رامنځته کولو په موخه ځانګړي کارونه ترسره شول. په دغو کارونو کې د واحدې سرچينې قراردادونو او د کرونا اړوند غیرضروري قراردادونو د مراحلو د طی کولو مخنیوی، د هغو قراردادونو فسخ او په ټپه ودرول، چې ورته جدي اړتیا نه لیدل کېده، د کابل د روغتونونو په ګډون په څلور دېرشو ولایتونو باندې د لږترلږه ۱۷۰ ټنو درملو او طبي توکو د ویشل چې د عامې روغتیا وزارت په مرکزي سټاک کې امبار وو او د داخلي ظرفیتونو ارزونه او په کار وړل، په مرکزي سټاک کې د موجود الیکترونیکي سیستم رامینځته کول او د عامې روغتیا وزارت په اساسي جوړښتونو کې د پرمختیایي پروژو مالي او تدارکاتي موازي جوړښتونو مدغم کول.
د یادونې وړده چې زما د لومړنیو سلو کاري ورځو په جریان کې د عامې روغتیا په وزارت کې د کرونا له لګښتونو څخه په مجموعي ډول ۵. ۶۳ میلیونه ډالره سپما وشوه.
د ملي شورا محترمو وکیل صاحبانو!
په دې برخه کې غواړم چې د افغانستان د روغتیایي نظام ځینې عمده ننګونې په لنډ ډول ذکر کړم او وروسته تر هغه، د عامې روغتیا د نوماند وزیر په صفت خپلې مشخصې برنامې ستاسو محترم حضور ته وړاندې کړم.
۱. د روغتیا لپاره د لګښتونو ډېره لوړه کچه: په افغانستان کې د روغتیا کلنۍ لګښت ۲.۵ ملیاردو ډالروته رسېږي، چې ۷۵ سلنه یې د خلکو له جېبونو څخه لګول کیږي. دا په خپله د فقر او بېوزلۍ لامل ګرځي ځکه خلک خپل دورځني ژوند معیشت، د کاراوبار پانګه او ملکیتونه د روغتیايي لګښتونو په خاطر له لاسه ورکوي.
۲. د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د کیفیت نشتون: په هېواد کې دننه د پرمختللي تشخیصي خدمتونو د نشتون او ددې خدمتونو او روغتون د درملنې ټیټ کیفیت له امله، خلک اړکېږٍي د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه ګاونډي هېوادونو ته سفر و کړي او هرکال د ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې د خلکو له جېبونو څخه لګول کېږي، چې له یوه پلوه دا هېواد ته یوه اقتصادي ضربه ده او له بله پلوه ګاونديو هېوادونو ته زموږ د خلکو دلالهاندۍ لامل ګرځي.
۳. د نا دولتي مؤسسو په واسطه د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو جدي ستونزې: د روغتیایي خدمتونو د قراردادنو څخه چې د نادولتي مؤسسو په واسطه تطبیق کېږي د خلکو، درنو وکیل صاحبانو او د سیمه ایزو چارواکو په لویه کچه نارضایتي په یوه دایمي او زیاتېدونکې ستونزه بدله شوې ده. د روغتیايي خدمتونو ټیټ کیفیت او د توازن نشتون، د درملو کمی، دروغتیايي کارکوونکو د معاشونو او امتیازاتو په وخت نه ورکول، د رو غتیايي مرکزونو د ترمیماتو او لوجستیکي اکمالاتو نشتون، د نادولتي مؤسسو په لګښت کې دروڼتیا او حساب ورکونې نشتون او بالاخره د دې موسسو د کارنو کمزورې څارنه او نظارت هغه عمده او اساسي چارې دي، چې د نادولتي مؤسسو له کړنو څخه د خلکو او سیمه ایزو چارواکو د نارضایتي لامل ګرځیدلی دی.
۴. د ماشومانو د ګوزڼ مخ په زیاتېدو کچه: نن په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو شمیر د راکمېدو په ځای زیاتېږي او په خواشیني سره سږکال د تېروکلونو په پرتله د ماشومانو د ګوزڼ شمېر ډېرزیات ؤ.
۵. بنسټیزروغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ټیټه کچه: لومړني روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یوه بله ننګونه ده، چې د نړیوالي ټولنې د کومکونو او د حکومت د ونډې سره سره د هېواد د وګړو ۴۰ سلنې څخه زیات روغتیايي بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی نلري.
۶. د روغتیايي مرکزونو غیر عادلانه وېش: د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو غیرعادلانه وېش په خپله د روغتیا په سکټورکې د تخصیصي کمزورتیا لامل ګرځېدلی دی.
۷. د روغتیا د قدمې ناسم جوړښت: په روغتیايي نظام کې بې انډوله جوړښت چې د دندو دتداخلاتو، د کنټرول د قدمونو نه تطبیق او د پروګرامونو د نه عملي کېدو او په نظام کې د روڼتیا او حساب ورکونې د نه رواج کېدلو لامل ګرځي.
زه په خپله کاري برنامه کې دافغانستان د روغتیا د بدلون تر نامه لاندې له دې ننګونو څخه هره یوه ته په ډېره څرګنده او روښانه توګه د حل لارې او چارې لرم او د څښتن تعالی په مرسته او ستاسو د ملت محترمو وکیل صاحبانو په همکارۍ او ملاتړ دغه برنامه به عملي شي.
د افغانستان دروغتیایي بدلون برنامه پنځه برخې لري، چې د هرې برخې عمده موخې او ستراتیژیک اقدامات په لنډه توګه په لاندې ډول وړاندې کیږي:
لومړی برنامه: د کوویډ-۹۱په ګډون اپیډميو ته ځواب ویل
د افغانستان د روغتیا د نظام موجوده تشکیل په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د کرونا په شان اپیډمیو پروړاندې ځواب نه لري او بیاکتنې ته جدي اړتیا لیدل کیږي. ددې ستونزې د حل لپاره زما مشخصه برنامه داده چې د عامې روغتیا په وزارت کې د بیړنیو پیښو دسوق او ادارې ترنامه لاندې یو پیاوړی مرکز جوړشي. د یادونې وړه ده چې ددې مرکز تاسیس بشري او بهرني مالي او اداري سرچینو ته به اړتیا و نه لري بلکې د وزارت له شته سرچینو او ظرفیتونو څخه به استفاده وشي څو د ډیروزیاتو لګښتونو مخنیوي وشي. دغه مرکز به د عاجلو او بیړنیو پیښو در رهبری او مدیریت لپاره د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۲۴ ساعته فعال وي. دیادونې وړه ده چې دعاجلو پیښو او د کرونا د سوق او ادارې مرکز د عامې روغتیا په وزارت کې په عملي بڼه رامینځته شوی او په پراخه کچه ترې ملاتړشوی ده.
دویمه برنامه: د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو نوی نسل
د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په هکله د جدي ستونزو او پراخه نارضایتي په پام کې نیولو سره د تېرو څلورو میاشتو په دوران کې یوه هراړخیزه او خپلواکه اروزنه ترسره شوه. د دې سروې د موندونو پر بنسټ، د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د نوي نسل طرحه جوړه شوه، چې ددریو اساسي بدلونونو درلودونکی ده.
لومړی بدلون: د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو نوې مجموعه د روغتیايي ځالې، دروغتیايی هراړخیزو خدمتونو مرکز او عاجل روغتون په ګډون درې قدمونه لري.
دویم بدلون: دروغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو قراردادونه به په تدریجي ډول د نادولتي موسسو د انحصار څخه وویستل شي.
درېیم بدلون: د عامې روغتیا دولایتي ریاستونو په ګډون د سیمه ایزو ادارو او ولسوالیو، د عامو خلکو او مدنې ټولنې رول به په پلان جوړولو، د پروګرامونو په څارنې او ارزونې کې پیاوړی شي.
دغه بدلونونه به د خلکو لاسرسی باکیفیتو او متوازنو روغتیایي خدمتونو ته په دومداره توګه یقیني کړي. له بله پلوه د بشري او مالی سرچینو مدیریت به په لنډه او منځ مهاله موده کې غوره شي.
درېیمه برنامه: د افغانستان دروغتونونو د سکټور ریفورم
سره له دې چې د افغانستان په روغتیايي سیستم کې په نسبې ډول د پام وړ پرمختګونه، په ځانګړې توګه د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول اود ماشومانو او میندو د مړینې د کچې راټیټیدلو په ګډون، چې د ۲۰۰۳م کال څخه را په دې خوا رامنځته شوی دی، ددغو کلونو په دوران کې د روغتونونو خدمتونو ته د بسپنه ورکوونکو او پرمختیايي ملي او نړیوالو همکارانو ملاتړ او پاملرنه ډیره لږه وه.
د کرونا دبحران په دوران کې دا جوته شوه چې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې د روغتونونو رول مهم او حیاتي و. په همدې ډول، په دې دوران کې دروغتونونو کمزورۍ او ننګونې هم په ښه توګه ښکارشول.
د افغانستان دروغتونونو د ریفورم په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د اړوندو ادارو سره په همغږۍ او مرسته کارونه مې ترسره کړي او انشاء الله وبه یې کړم.
لومړی: بیړني او لنډ مهال اقدامات
د اړوندو ادارو او د کابل د ملي روغتونونو سره په همغږۍ او همکارۍ د روغتونونو د خدمتونو دکیفیت د ښه والي چټک ملي پلان په پنځو ساحوکې جوړشوی دی.
لومړی ساحه: د انتان مخنیوی او کنټرول؛
دویمه ساحه: د معلوماتو دسیستم مدیریت؛
درېیمه ساحه: زېربنا، حفظ او مراقبت؛
څلورمه ساحه: د ناروغانو بهیر او کلینیکي بشري سرچینې؛
پنځمه ساحه: تدارکات او د سټاکونو مدیریت او دروغتونونو پاکي او صفايي.
بنسټیز او منځ مهال اقدامات
د ښاغلي ولسمشر د لرلید مطابق، د دولتي روغتونونو حقوقي شخصیت به په دولتي شرکتونو بدل شي ترڅو له یوې خوا د اداري، مالي، تدارکاتي او بشري سرچینو لازم واک روغتونونو ته وسپارل شي او له بله پلوه د روغتونونو د تمویل سرچیني لا ډېر شي او په پایله کې د روغتونونو د خدمتونو کیفیت هم پیاوړی شي.
د دولتي روغتونونو د حقوقي شخصیت په رڼا کې او د روغتیايی سیستم د ریفورم په موخه د نړیوال بانک موډل په پام کې نیولو سره د روغتونونو د بنیادي اصلاحاتو طرحه د افغانستان د روغتونونو د بدلون د پالیسۍ په چوکاټ کې دعامې روغتیا وزارت د مشرتابه او اړوندو ادارو سره په همغږۍ جوړه شوې ده.
د روغتونونو د بدلون د پالیسۍ د چوکاټ عمده موخې د تشخیصي او معالجوي با کیفیتو خدمتونو ته د افغانانو د لاسرسي زیاتېدل او د افغانانو د لالهاندۍ او ګاونډيو هېوادونوته د روغتیايی خدمتونو ترلاسه کولو لپاره د تګ کچه راټیټیدیل او یا مخنیوی دی.
له بله پلوه، د تخصصي او فوق تخصصي خدمتونو په وړاندې کولو کې د خصوصي سکټور ونډې په پام کې نیولو سره د قانون په رڼا کې د خصوصي سکټور قانوني او منظمه ونډه برابره شوې ده او د تخصصي او فوق تخصصي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې د خصوصي سکټور ګډون به وهڅول شي او ملاتړ به ورڅخه وشي.
د ملت د کور ویاړمنو استازو!
د تېرو وختونو د پالیسیو د طرحې په خلاف، کوم کارونه چې پورته ترې یادونه وشوه انشاء الله د کاغذ ّپرمخ به پاتې نشي بلکې ځان مسوول او مکلف ګڼم چې دغه کارونه او اقدامات یوپه یو عملي کړم. له نېکه مرغه همدا اوس د کابل ولایت په څو روغتونونو کې عملي کار پیل شوی او انشاءالله په نژدې راتلونکي کې به په کابل کې لږترلږه د څو معیاري روغتونونو شاهدانو وسوو. د ملت دکور له دریځ څخه ژمنه کوم چې په ډېر نژدې راتلونکي کې به د افغانستان دولتي ماډل روغتون کې د زړه او نورو پرمختللي جراحي عملیاتونو شاهدان یو. همدا راز د خصوصي سکټور په مرسته او همکاري مونږ د لوی کندهار په ولایت کې به د سیمې په کچه یو ډېر لوی تخصصي روغتون پرانیزو. زمونږ بلخي،بدخشاني، بامیاني او ننګرهاري ناروغان به نور دې ته اړنشي، چې د درملنې لپاره هند او پاکستان ته ولاړشي بلکې د کندهار په ولایت کې به يې درملنه وشي. همداراز، د ننګرهار د پختورګي روغتون د پختورګو ددرملنې په ملي روغتون به بدل شي او دپنجشیر په ولایت کې به دسرطان د درملنې ملي مرکز تاسیس شي.
څلورمه برنامه: د پولیو څخه پاک افغانستان: په افغانستان کې د پولیو ویروس د محوې او د وقايې وړ نورو وژونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره مشخصې او واضح ستراتیژي ګانې ترتیب شوي دي.
د افغانستان د شریف ملت درنو استازو
ستاسو د معلوماتو لپاره باید ووایم چې هر کال لږترلږه ۱۰۰ میلونه امریکايي ډالره په افغانستان کې د پولیو د له مینځه وړلو لپاره مصرفیږي خو د دې لګښتونو اغېزمنتوب له هغې کچې نه چې تمه کیږي په کراتو ټیټه ده. زما په مشخصه کاري برنامه کې شته تشې (خلاوې) په ګوته شوي دي او د ښه والي په خاطر کارمو عملاْ پیل کړی ده. د بیلګې په توګه، تجربې ښیې چې د پولیو پروړاندې اوسنی تګلاره ناکامه ده ځکه یواځې د واکسین پر تطبیق باندې متمرکزه ده او د ویروس د خپریدو ټولنیز شاخصونه په ځانګړې توګه د هغه انتقال د ککړو اوبو او غذایي توکو په واسطه په کې شامله نه ده. باید چې د شواهدو مطابق او ددغوشاخصونو په نظرکې نیولو سره مخ په وړاندې ګامونه واخلو او د پاکوالي رعایت، د څښلو صحي او پاکو اوبوته لاسرسی، د زده کړې پروګرامونه او د خلکو لاسرسی بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته په دې ملي بسیج کې شامل شي. همداراز د ملي او نړیوالو ښکیلو اړخونو ناڅرګند او مبهم رول د واکسیناسیون په ملي پروګرام کې د کاراغیزمنتوب ته زیان رسولی او د دولت رول يې په عملي بڼه کم رنګه کړی ده. په دې اساس، مونږ به د دولت او ملي او نړوالو ښکیلو اړخونو رول به په څرګنده او ښکاره توګه تعریف او مشخص کړو.
پنځمه برنامه: د درملو او طبي محصولاتو د کیفیت غوره والی
د درملو او د غذايې موادو کیفیت
د درملو او د غذايي موادو د کنټرول لابراتوارد ظرفیت لوړول جدي اقداماتو ته اړتیالري. اوس مهال د درملو او غذایې موادو د کنټرول لابراتوار د نړیوالو ادارو څخه کوم سند نه لري. لومړی کار به دا وي چې د نړیوال روغتیا سازمان او نورو پرمختیايي همکارانو سره په همغږۍ او یو معتبر لابراتواردرلودو لپاره، چې د روغتیا د نړیوال سازمان او دسټنډرد نړیوالې ادارې (ISO) د تائید وړوي تعریف او عملي به شي. اوسمهال ډېرشمیر عمودي او غیرمنسجم پروګرامونه د ظرفیت د لوړولو لپاره شتون لري، چې دیوه روښانه او منسجم چوکاټ لاندې به عملي شي. زموږ موخه دداسې یو لابراتواردرلودل دي، چې د روغتیا نړیوال سازمان او دسټنډرډ نړیوالې ادارې لخوا تائید شوی وي.
د درملو کمیت
همدا راز د درملو لوړه بیه دهېڅ یو میکانیزم په وسیله ترکنټرول لاندې نه دي راغلی او مشهور غلط د افغانستان د روغتیا په سکټورکې رایج شوی دی هغه داچې د آزاد بازار اقتصاد دی او هرڅوک کولای شي چې په هربیه یې خرڅ کړي. د آزاد بازار د اقتصاد په خلاف د روغتیا په اقتصاد کې د بیو په اړه خبرې کېږي او ټاکل کېږي. په دې اساس د درملو د بیې د ټاکلو پالیسي به جوړ او پلې شي څو د هر ډول لوړې بیې مخه ونیول شي.
همدارنګه د باکیفیتو درملو د یوې اغېزمنې، ګټورې ذخیرې او ویش میکانیزم (درملو د یوې اغیزمنې او ګټورې ذخیرې رامنځته کول د مرکز او ولایتونو په کچه) یو عمده لوموړیتوب دی او زما په کاري برنامه کې شامل دی.
د درملو تولید
د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او اسان نظارت او څارنې لپاره د خصوصي سکټور پانګونې، په ځانګړې توګه د درملو د اعتبار ورکونې شرکتونو سره ګډه پانګونه د قانون په رڼاکې هڅوم او ورڅخه ملاتړکوم.
د سیروم او طبي محصولاتو د تولید پروژه چې د دیارلسو کلونو څخه زیات موده کېږي، چې کاریې شاته غورځیدلی دی د کرونا له امله د محدودیتونو د لری کېدو سره په لومړي موقعه کې به بشپړشي.
د افغانستان دستر ملت درنو استازیو
د داسې حالاتو لیدل لکه د ویزې د اخیستلو لپاره د هلو ځلو په جریان کې زموږ د خویندو ترپښو لاندې کیدل چې ډېری يې د درملنې لپاره ګاوندي هېواد ته سفرکوي زموږ د عزت ترپښولاندې کېدل دي او زه د یو افغان په توګه خپل ټول کوښښونه به د خپلو خلکو او هېواد د برم او عزت ساتنې ته ځانګړی کړم. افغانستان هغه هېواد دی، چې څلویښت کاله وړاندې د سیمي ډاکترانو د امریکې د ډاکټری د جواز د ازموینې د تیرولو لپاره به کابل ته راتلل ځکه د هغوی خپل هېواد د داسې علمي سویې څخه برخمن نه و. تاسې به د ډاکټر "نریش تریهان" نوم سره چې د ډهلي د میدنتا دمشهور روغتون رییس دی آشنایاست. دی د همغو ډاکټرانو له ډلې څخه دی، چې په امریکا کې یې زده کړی کړی و او دخپل دداخلې د ازموینې لپاره افغانستان ته راغلی و ځکه چې دغه زمینه په هندوستان کې مساعده نه وه. پر الله جل جلاله باندې په باور او توکل سره، دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عقل مندانه سیاست په رڼا کې او ستاسو ښاغلیو په ملاتړ، چې زمونږ د سترملت درانه استازي یاست دلاسه تللی برم او عزت به انشاء الله بیرته پرځای کړم.
په دې اړه غواړم چې ستاسو حضورته د غني خان شعر ولولم.
ستا عزت چې نه وي، زه به نوم او عزت څه کړمه
ته چې خوار و زار يې زه به خوب او راحت څه کړمه
ستا سر چې وي ټيټ نو زه به شان او شوکت څه کړمه
همدا راز د یادونې وړده چې که ما ستاسو د ملت درنو استازیو دباور رایه ترلاسه کړه، د هېواد دروغتیا د نظام د لومړي شخص په توګه ژمنه کوم، چې د افغانستان ترټولو لرې پرته سیمو کې د يورنګ او متوازنو خدمتونو زمینه به انشاء الله مساعده کړم.
د یادونې وړده چې دعامې روغتیا وزارت دروازه د تیرو میاشتو په څیر د معززو وکیل صاحبانو پرمخ به خلاصه وي او ددې ویاړ لرم چې تل دوکیل صاحبانو او دهغوی د محترمو موکلینو هرکلی مې کړی او کوم به او زما غیږ تاسې ته پرانیستې ده. د تیرپه شان، زما هوډ داده چې انشاءالله ستاسو او ستاسو د موکلینو په خدمت کې به یم او دهغوی مشروع او قانوني غوښتنو ته چې دهغوی مسلم حق دی په وخت به رسیدګی وکړم.
په پای کې ځای لري چې له تاسې د ملت درنو استازیو څخه چی د تیرو څو میاشتو په جریان کې یې زما سره همکارۍ او مرسته کړې ده د زړه له کومې مننه وکړم. د ملت د یو مسوول او خدمتګار شخص په توګه ځان مکلف ګڼم څو تاسو د ملت قدرمنو استازیو سره اوږه په اوږه کار وکړم او ستاسو ملاتړ له ځان سره ولرم.
و من الله توفیق
دیو سوکاله او سرلوړي افغانستان په هیله
په درنښت
ډاکټر احمد جواد عثمانی
دعامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر