په روغتیایي مرکزونو کې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پیاوړي کولو باندې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه ټینګار
چهارشنبه، چنګاښ ١٦/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن په یوه بېړنۍ ناسته کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو مؤسسو له استازو سره ولیدل او په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر پیاوړي کولو باندې ټنیګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د عامې روغتیا وزارت بې پرې او غیر سیاسي اداره وبلله او د روغتیایي خدمتونو پلي کوونکو مؤسسو له مسؤولینو یې وغوښتل چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې، د طبابت د اصولو په پام کې نیولو سره خپله بې طرفي وساتي او د ټولو ټپیانو او ناروغانو پرته له دې چې د کومې خوا یا ډلې څخه دي تر درملنې لاندې ونیسي.
ډاکترمجروح، وویل چې موږ د جګړیز حالت کې واقع یو او د خلکو روغتیا ته لاسرسی او پاملرنه د عامې روغتیا وزارت لومړیتوب دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د خپلو خبرو په دوام د مؤسسو استازو ته لارښوونه وکړه چې د بېړنیو پېښو سربېره د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه او روټین روغتیایي خدمتونه هم پیاوړي کړي.
په ورته وخت کې، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکو مؤسسو استازو په روغتیایي مرکزونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر دوام ژمنه وکړه او د خپلو ننګونو د حل په پار د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د همکارۍ غوښتونکي شول.