د عامې روغتیا وزارت د مسافرینو لپاره د هوایي الوتنو د اسانه کولو لپاره د روغتیا نړیوالو قوانینو د پلي کولو په پار ژمن دی
سه شنبه، چنګاښ ۲۲/۱۴۰
هغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت، د ملکي هوایي چلند ادارې، جمهوري ریاست د چارو ادارې پانګوونې اسانتیا واحد او په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت سره ترسره شوه په افغانستان کې د کووېډ -۱۹ د لوړو پېښو، د عامې روغتیا وزارت او مرستندویه ادارو د پروګرامونو د بندولو او په هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو د کنټرول او محتده عربي اماراتو ته د الوتنو د بیا پیل په پار د نړیوالو روغتیایي قوانینو په نظر کې نیولو سره بحث وشو.
د عامې روغتیا سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، د روڼتیا د تامین، د فساد مخنیوئ، د PCR ازموینو او د کورونا واکسین کارت، کې د درغلي، له نړیوالو معیارونو سره د دې اسنادو ورته والی، د عامې روغتیا وزارت د چټک غبرګون (Quick Response – QR Code) کوډ په برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
همدا رنګه په دغه ناسته کې، د کووېډ-۱۹ د دولتي او خصوصي لابراتوارونو کې د PCR ازموینو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په پار د جدي څارنې او د اړونده ادارو ترمنځ په همغږي او ګډ کار باندې ټینګار وشو.