د نور روغتون د Retina او Occuloplasty څانګې فعاله شوې:

Panah_moph

د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیایی خدمتونو د زیاتوالي په موخه د نور روغتون د Retina او Occuloplasty څانګو په کار پیل وکړ.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې له پاکستان څخه د سترګو د متخصصینو یوه ډله په ٨/٣/١٤٠١ نېټه دغه روغتون ته راشي او په یاد شوي برخوکې کې د سترګو عمليات ترسره کړي.

دغه عملیات په وړیا ډول ترسره کیږي او ناروغان کولای شي له یادې نیټې مخکې دغه روغتون ته مراجعه وکړي.

د يادونې وړ ده چې دا څانګې د الخدمت بنسټ په همکارۍ جوړې شوې.