د مالي او اداري چارو مرستیال د نړیوال تاجر ښاغلي الشیخ بن زاید بن سلطان سره ولیدل

rasooli_admin
Mon, Mar 11 2024 1:02 PM
MOPH

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، الحاج مولوي محمد اسحق صاحبزاده په خپل کاري دفتر کې د نړیوال تاجر، ښاغلي الشیخ بن زاید بن سلطان النایان سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د یاد بنسټ د ونډې پر اخیستلو، په اوسني وخت کې د روغتونونو پر وضیعت او د جمهوریت روغتون د بیا رغونې په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د یاد بنسټ له رئیس څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ ترڅو ټولو ملي او بین اللملي پانګوالو او خیریه بنسټونو ته د پانګې اچونې لپاره زمینه برابره کړي.

له بل لوري ښاغلي، الشیخ بن زاید بن سلطان النایان بشر ته خدمت کول خپل لومړیتوب وباله او ویې ویل، چې په راتلونکې یوه میاشت کې به د دغه بنسټ له لوري د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست سره ۱۲۶۰۰۰ ډالرو په لګښت ۹ عرادې د Hemodialysis Machines او ۳ عرادې RO Machines مرسته وشي.

نوموړي همداراز د جمهوریت ملي او تخصصي روغتون لپاره د ځینو اړینو طبي تجهیزاتو د مرستې ډاډ هم ورکړ.

Latest news

Fri, Oct 16 2026 11:38 AM
Background image

Mawlawi Abdul Qadeer Nazir Appointed as Director of Procurement of the Ministry of Public Health

Qari Abdul Wali Siddiqi, Deputy Minister of Finance and Administration Affairs of the Ministry of Public Health, formally introduced Mawlawi Abdul Qadeer Nazir as the newly appointed. . .

Tue, Oct 13 2026 2:49 PM
Background image

Two Advanced X-Ray Machines Provided to Provincial Hospitals in Ghazni and Badghis

Equipped with advanced technology, the machines were procured to improve the quality of healthcare services, facilitate the accurate and timely diagnosis of diseases, and strengthen. . .

Tue, Oct 13 2026 2:12 PM
Background image

Afghanistan Food and Drug Authority (AFDA) Holds Administrative Meeting

The AFDA held an administrative meeting chaired by Mawlawi Hamdullah Zahid, Deputy Minister for Food and Drug Affairs, and attended by directors of the relevant pharmaceutical. . .

BACK TO NEWS