يو روغتيايي کارکوونکی يو نیالګی
د عامې روغتیا وزارت اړوند، د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ رئیس، ډاکټر محمد قاسم عادل او د روغتیايي علومو د خصوصي سکتور رئیس، الحاج ګلاب راشد د شنو نيالګيوکښېنولو په کمپاين کې چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د ''يو روغتيايي کارکوونکی يو نیالګی'' تر شعار لاندې پيل شوی و، ونډه واخیسته او د یاد انسټېټیوټ په انګړ کې یې د ګڼ شمېر نیالګيو په کښېنولو سره په دې کمپاین کې عملي ګډون ترسره کړ.
نوموړو له ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل؛ چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي او د یو یو نیالګي په کښېنولو سره د هوا د ککړتیا او بېلا بېلو تنفسي او ورته نورو ناوړو ناروغیو د خپرېدو مخنیوی وشي.